اسرائيلي ځواکونو د فبرورۍ د دوولسمې نېټې په سهار وختي د غزې پر رفح او شاوخوا سيمو سمندري، ځمکني او هوايی بريدونه کړي، چې له امله يې څه باندې سل تنه وژل شوي او څو سوه نور ټپيان شوي دي.
د اسرائيل پوځ د فبرورۍ په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې د يادو بريدونو په ترڅ کې يې دوه نيول شوي اسرائيليان ژغورلي دي.