د لنکولن اکاډمۍ ښوونکو او زده کوونکو له رئیس شي جين پينګ او مېرمن پنګ څخه مننه کړې
CMG2024/02/13 14:00:33
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ او مېرمن یې پنګ لي یوان څو ورځې مخکې د امریکې د لنکولن اکاډمۍ ښوونکو او زده کوونکو ته ځوابي پيغام او د پسرلني اختر د مبارکۍ کارت ليږلی دی او د دوی هرکلی یې

 کړی، چې چین ته سفر وکړي او د چین او امریکې د خلکو، په تېره بیا د ځوانانو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره خدمتونه وکړي.

د لنکولن اکاډمۍ ښوونکو او زده کوونکو د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې د چین ميډیا ګروپ له لارې له رئیس شي جین پينګ او مېرمن پنګ لي یوان څخه مننه کړې او چین ته د تګ هیله یې ښودلې ده.