پوتين: په ۲۰۲۳م کال کې د روسيې اقتصادي زياتوالی له اټکل څخه پورته و
CMG2024/02/13 10:50:59
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې د دغه هېواد د اقتصادي چارو غونډې ته انلاين وينا کړې او د تېر ۲۰۲۳م کال د اقتصادي چارو په اړه يې خبرې کړې دي.

نوموړي ويلي، په ۲۰۲۳م کال کې د روسیې د کورني توليد عمومي ارزښت ٪۳.۶ زيات و، چې دا شمېر له اټکل شوې شمېرې څخه لوړ دی.

 نوموړي ويلي، چې تېر کال د روسيې اقتصادي زياتوالی د نړۍ له منځنۍ سویې هم لوړ و.

د پيسو نړيوال صندوق وړاندوينه کړې وه، چې په ۲۰۲۳م کال کې به د نړۍ اقتصادي زياتوالی شاوخوا ۳٪ وي.