په افغانستان کې د چين کارکوونکي: په افغانستان کې د شلو کلونو ابادۍ د دواړو هېوادونو د ټينګې دوستۍ شاهده ده
CMG2024/02/13 13:05:01
شريکول:

افغانستان له لسګونو کلونو راهیسې په جګړې ځپل شوی او د خلکو ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ شوی، په ۲۰۲۱کال کې امريکايي ځواکونه له دغه هېواد څخه وتلي دي او افغانستان د بيارغونې کارونه پیل کړل. د چين د اوسپنيزو لارو د جوړولو څوارلسمې ادارې له هغو شرکتونو څخه يو دی، چې ډېر مخکې يې په افغانستان کې پروژې پيل کړې دي. دغه شرکت په شلو کلونو کې په بريالۍ توګه د افغانستان د جلال‌اباد سړک د ترميمولو او د دغه هېواد د جمهوريت روغتون د نوې عمومي ودانۍ په شمول لويې پروژې بشپړې کړې دي، چې د افغانستان د خلکو، نړيوال بانک او د اسيا پراختیایي بانک پراخې ستاينې يې تر لاسه کړې دي.

په افغانستان او نيپال کې د چين د اوسپنيزو لارو د جوړولو څوارلسمې ادارې د دفترونو چارواکي وانګ چوانګ وويل، چې له افغانستان سره په مرستندويو پروژو کې د جمهوريت روغتون په کابل کې تر ټولو لوی روغتون ګرځېدلی دی، چې د ځايي اوسېدونکو په خبره  د چينايي روغتون په نامه بلل شوی. هر کال شاو خوا ۱۷۰۰ زده کوونکي د افغانستان د مسلکي ټېکنالوژيو دولتي اکاډمۍ کې مسلکي ټېکنالوژي زده کوي. د افغانستان د علومو اکاډمي په عمده توګه د دغه هېواد ښوونکو ته مسلکي روزنې برابروي، چې هر کال د روزل شويو ښوونکو شمېر ۳۵۰۰ تنو ته رسېږي، چې د دغه هېواد د ښوونيزو چارو د سويې او د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت او پرمختګ لپاره خدمتونه کوي.

په افغانستان کې د ياد شرکت د دفتر معين لين فا هه وويل، چې د جمهوريت روغتون د چين د حکومت په مرسته جوړ شوی، چې د دغه هېواد د خلکو د ژوند لپاره يوه غوره پروژه ده. د چين حکومت دغو پروژو ته بنسټيز تاسيسات، طبي تاسيسات او نور اړوند توکي برابروي او هیله لري چې دغه روغتون له کارونې وروسته سمدستي خلکو ته اسانتياوې او ګټې برابرې کړي. اوس دغه روغتون په ټول افغانستان کې هراړخيزې څانګې لري. هغه افغانان چې دغه روغتون ته ننوځي، چې د چين د حکومت د مرستې نښې ګوري، همیشه ما ته سلامونه وايي او راڅخه مننه څرګندوي.

په افغانستان کې د ياد شرکت انجنير لو جي نينګ وويل، چې په افغانستان کې د چين په مرستې پروژې ټول د خلکو ژوند ته د ګټو رسولو په هدف جوړېږي. د ابادۍ په بهير کې مو له ځايي اوسېدونکو سره اړيکې درلودې او دوی له موږ څخه مننه کوي او په دې پوهېږي، چې چينايان په صميمي ډول ورسره مرسته کوي. دوی له ما څخه پوښتنه کوي، چې تاسې د کوم ځای یاست؟ زه ورته ځواب کوم، چې زه چينايي يم. نو ځايي اوسېدونکي د چين يادونې په وخت کې د لويې ګوتې په پورته کولو سره ستاينه کوي.

چيني تصديو په افغانستان کې د پروژو ابادولو په بهير کې نه يوازې د ځايي بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو سويې لوړې کړې، بلکې ځايي کارګرو او کارکوونکو ته ټېکنالوژۍ او تجربې ورتعليم کوي او روزنې يې کوي. په افغانستان کې د چين د اوسپنيزو لارو د جوړولو په څوارلسمه اداره کې د مدیر مرستيال نجيب الله نولسو کلونو مخکې په دغه شرکت کې کار پيل کړی او په دې کلونو کې له دې ادارې سره په زياتو پروژو کې يې ګډون کړی دی. هغه وويل، چې دغه پروژې د افغانستان ځايي خلکو ته ګټې او کاري فرصتونه رسولي دي او د ده ژوند هم د دې کار له امله ښه شوی دی.

نجيب الله وويل، چې په دې کلونو کې می له چيني ملګرو څخه زياتې پوهنې او تجربې زده کړې او زه ورڅخه ژوره مننه کوم. زه ډېر خوشاله شوم، چې د دوی په مرسته زما ژوند بدل شوی. زه وياړم، چې له چينايانو سره د نولسو کلونو راهیسې مې کار کړی او پرمختګ مې موندلی دی. چيني تصدۍ په کابل او زياتو ولايتونو کې پروژې لري او زموږ هېواد او خلکو ته يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي.

د افغانستان د جګړې په موده کې چاودنې او انفجارونه، د ډزو پېښې کله کله رامنځته شوي، چې د بهرنيو کارکوونکو امنيت ته یې ګواښونه رسولي دي. په دغه شرکت کې د ياد شرکت مرستيال منشي لين فا هه وويل، چې په هغه وخت کې يو کال کې څو ځلې لوی بريدونه وشول. دغه حالت ما ته ډېر وېروونکی و.

چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي ټينګې دي. زياتو افغان ملګرو ويلي، چې چين يوازينی لوی هېواد دی، چې هېڅکله یې پر افغانستان تېری نه دی کړی. لو جي نينګ زياته کړه، چې هغه د روان کال په پسرلني اختر کې د افغانستان په پروژه کې کارونو ته ادامه ورکوي. زما لپاره هر کال  د رخصتۍ وخت شته، خو د ژر تر ژره د پروژو بشپړېدو لپاره مو رخصت نه اخلو، د پسرلني اختر په موده کې د کورنۍ له غړو سره یو ځای نه شو کولای، دغه حالت هم کله کله شته.

د چيني کارکوونکو خدمتونه د افغان خلکو په سترګو کې څرګند دي. د چين د نوي کال د رارسېدو په وخت کې نجيب الله په چيني ژبه دوی ته خپله هيله وړاندې کړه، چې تل دې وي، د افغانستان او چين دوستي!