ایران له پوځي بېړۍ څخه د لیرې واټن بالیستیک توغندی توغولی
CMG2024/02/13 10:38:32
شريکول:

 د ایران د اسلامي انقلاب د دفاعي پوځ قوماندان حسین سلامي د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې دفاعي ځواک يې له پوځي بېړۍ څخه د لیرې واټن بالیستیک توغندي د توغولو توان خپل کړی دی.

نوموړي ويلي، د ايران دفاعي ځواک د دغه هېواد د هوايي او سمندري ځواکونو په ګډې همکارۍ له بېړۍ څخه د لېرې واټن ویشتونکی باليستيک توغندی توغولی دی.

حسین سلامي زياته کړې، د دفاعي ځواک دغه لاسته راوړنه به يې د ایران د سمندري ځواک اغېزه پراخه کړي او د تاوتریخوالي جوړونکو هېوادونو د ګواښ مخه به ونيسي.