د کینیا ولسمشر ویلیم روتو د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې د ټولنیزو رسنیو له لارې چینایانو ته د پسرلني اختر په پار مبارکي ویلې او د کرنیزې جنترۍ د ښامار کال په اړه یې ورته نیکې هیلې او پېرزوينې وړاندې کړې دي.
د زامبیا ولسمشر هاکیاندي هیچلیما هم پر ټولنیزو رسنیو چینایانو ته د پسرلني اختر مبارکي ويلي او نیکې هیلې ورته وړاندې کړې دي او د دې ترڅنګ د روسیې او یونان په شمول د ځینو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو هم چینایانو ته د پسرلني اختر مبارکي ویلي ده.