د عراق د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په همدې ورځ يې د داعش یو لوړپوړي مشر نیولی دی.
اعلاميه وايي، ياد کس غوښتل په جعلي سند عراق ته ننوځي، خو د عراق د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې کارکوونکو هغه پېژندلی او نيولی یې دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، د عراق د ترهګرۍ ضد مبارزې اداره به په دغه هېواد کې د داعش پاتې شونو ځپلو ته دوام ورکړي او د هېواد سوله او ثبات به وساتي.
په اعلامیې کې د نیول شوي داعشي مشر نوم نه دی یاد شوی.