د پسرلني اختر په موده کې د خلکو پراخ تګ راتګ
CMG2024/02/14 15:39:18
شريکول:

 د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په پار د خلکو د تګ راتګ لويه څپه د تېرې جنورۍ له ۲۶مې نېټې څخه پيل شوې، چې پوره ۴۰ ورځې به دوام ولري او وړاندوينه دا ده، چې خلک به په دغو ورځو کې  ۹ ميليارډه ځلې تګ راتګ وکړي کوم چې تاریخي ریکارډ به جوړ شي.

د تېر کال په پای کې د چينګ دو او يي بين ترمنځ د ګړندي اورګاډي پروژه بشپړه شوه او چین د سه چوان ولايت په یي بين ښار کې چې د يانګځه سيند پر غاړه د لومړي ښار په نامه يادېږي، د دوهم ګړندي اورګاډي پروژه رامنځته شوې ده. د يي بين د ريل پټلۍ سټيشن مسؤلې څاو منګ لان وویل، د اټکل له مخې به د روان کال د پسرلني اختر په موده کې، د يي بین ریل پټلۍ سټیشن له لارې ۱،۲۸ میليونه مسافرين تګ راتګ وکړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰،۵ سلنه زیاتوالی وښیي. اوس زموږ سټيشن بېجينګ ته د شپې مستقيم اورګاډی هم لري. د پسرلني اختر په موده کې لازيات مسافرين د ګړندي اورګاډيو له لارې بېجينګ ته ځي. 

د هه نان ولایت د جنګ جو ښار د ختيځ ريل پټلۍ سټیشن کارکوونکي جانګ هوا وويل، د روان کال د پسرلني اختر په موده کې د خلکو د تګ راتګ غوښتنه ډېره شوې ده، د روان کال د جنورۍ له ٢٦مې نېټې راهيسې، هره ورځ څه نا څه ۲۸۰ زره مسافرین له دغه سټيشن څخه بهر ته سفرونه کوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ لوړ دی.

په دې وروستیو ورځو کې، چینایان د پسرلني اختر د رخصتیو په جریان کې د خپلوانو لیدلو او سفر کولو لپاره د الوتکو، ګړندي اورګاډیو او موټرونو له لارې تګ راتګ کړی. له شمېرنې سره سم، د جنورۍ له ٢٦مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۱۱مې نېټې پورې د چین په بېلا بېلو ځایونو کې د تګ راتګ شمېر له ۳،۵ مليارډو څخه اوښتی دی. د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې په چین کې د تګ راتګ شمېر  له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر شو.

د پسرلني اختر د نمانځلو لارې چارې هم ډېرې شوې دي. معلومات ښیي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې د سکي لوبې ټکټونو لپاره د پېرود امرونو حجم د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله ۷۰۰ سلنه ډېر شوی دی. د دوی په منځ کې د سکي لوبې مشهور ځایونه لکه د چین جي لين، هې لونګ جیانګ، لیاو نینګ، شينجيانګ او هه بې ولایتونو زيات شمېر سیلانیان راجلب کړي. له بېجينګ څخه سیلاني جانګ یاو وویل، د رخصتيو په موده کې  زه ژر تر ژره له خپلې کورنۍ سره دلته د سکي وهلو او ليدلو لپاره دلته راغلی یم.

د ووهان پوهنتون د ټولنيزو علومو انسټيټیوټ پروفیسر مرستیال لي شیانګ جن وويل، د روان کال د پسرلني اختر په موده کې د چين په بېلا بېلو ځایونو کې ځانګړي کولتوري فعالیتونه تر سره شوي چې د چين دوديز کلتور خپروي او د جشن په موده کې مصرف زياتوي.

د چین د جیانګ سو ولایت د وو شي ښار د جين ماو د بهرنۍ سوداګرۍ شرکت مشر يانګ نان په دې وروستيو کې له امريکا، کينيا او ايتوپيا څخه ليدنه وکړه. د ده په وینا، د دغه شرکت سپارښتنې په تدريجي ډول ثبات لري.

د نړيوالو سپارښتنو شمېر له زياتوالي سره سره، د چين د بېلا بېلو ځایونو د سوداګرۍ څانګې او د چين بهرنۍ سوداګريزې تصدۍ د نړیوالو بازارونو د پراخولو او د اقتصاد د بيارغونې لپاره ډېرې هڅې وکړې.