د امریکې استازو جرګه د کورني امنیت وزیر استیضاح کوي
CMG2024/02/14 11:16:08
شريکول:

د امریکې د کانګرېس استازو جرګې د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د رایګیرۍ له لارې پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد د کورني امنيت وزیر اليجاندرو مياروکاس استیضاح کړي او د دوی پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د جمهوریت غوښتونکي ګوند غړیو ادعا کړې، چې مياروکاس د کډوالو مسئلې په اړه په عمدې او سیسټماټیک ډول له قانون څخه سرغړونه کړې او له امله یې د امریکې او مکسیکو په سرحدي سیمې کې د کډوالو کنټرول ناکام شوی دی.

مياروکاس د امریکې د سرحدي امنیت تر ټولو لوړ مسئول دی او اوس جمهوري غوښتونکو غړو پرې ياد تور لګولی او ويلي يې دي، چې هغه د سرحدي امنيت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.