د امریکې کارګرو وزارت د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په جنورۍ کې د دغه هېواد د مصرفي توکو د بیې ګراف(CPI)د تېر ډسمبر په نسبت 0.3 سلنه لوړ شوی او له تېر سپتمبر راهیسې يې لوړ ځای نيولی دی.
شمېرې ښيي، چې د سږ کال په جنورۍ کې د امريکې د مصرفي توکو د بیې ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله 3.1 سلنه لوړوالی ښيي او د امریکې د مرکزي بانک د ټاکل شوې 2 سلنې موخې په نسبت ډېر لوړ و.