روسیې د استونيا د صدراعظمې په شمول ځيني بهرني چارواکي په مطلوب لېست کې شامل کړي
CMG2024/02/14 11:13:57
شريکول:

تاس خبري اژانس د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د روسیې د کورنيو چارو د يوې سرچېنې په قول خبر ورکړی، چې روسیې د استونيا صراعظمه کاجا کالاس او دولتي منشي تايمار پېترکوپ د پخوانيو شوروي پوځيانو د يادګارونو د ويجاړولو په تور مطلوب لېست کې شامل کړي دي.

د روسیې د کورنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د يادو يادګارونو د ورانولو په مطلوب لېست کې يې د ليتوانيا فرهنګ وزير هم شامل کړی دی.