مصري رسنۍ: په غزې کې د اوربند خبرو اترو کې فعال پرمختګ شوی
CMG2024/02/14 10:58:43
شريکول:

د مصر قاهرې ټلویزیون د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ په قاهره کې په غزې تړانګې کې د اوربند خبرې شوي او فعال پرمختګ پکې شوی دی.

د مصر د استخباراتي ادارې مشر، د امریکې د مرکزي استخباراتي ادارې مشر، د قطر صدراعظم او د اسرائیل د استخباراتي ادارې مشر په همدې ورځ په قاهره کې په غزې کې د اوربند او د بندیانو د خوشي کېدو په اړه خبرې پیل کړې دي.

ټاکل شوې، چې يادې خبرې به درې ورځې دوام ولري.