ارمنستان: اذربايجاني ځواکونو يې څلور سرتيري وژلي
CMG2024/02/14 11:11:23
شريکول:

د روسیې خبري رسنيو د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د ارمنستان د دفاع وزارت د چارواکو په قول خبر ورکړی، چې اذربايجاني ځواکونو په همدې ورځ د ارمنستان پر جنوبي سيونيک ايالت بريد کړی، چې له امله يې د دغه هېواد څلور سرتيري وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

بلخوا راپورونه وايي، د اذربايجان سرحدي ځواکونو په همدې ورځ د ارمنستان د وسله والو ځواکونو د ډزو په غبرګون ځوابي بريد کړی او د ارمنستان يوې کليوالي سیمې ته نژدې پوسته يې ويجاړه کړې ده.