د مکسيکو ولسمشر: ۷۰ سلنه نيول شوې ټوپکونه له امريکا څخه په غيرقانوني ډول دغه هېواد ته انتقاليږي
CMG2024/02/15 11:11:17
شريکول:

د مکسيکو ولسمشر اندريس مانويل لوپيز اوبرادور د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه د ۲۰۱۸م کال په ډسمبر کې ولسمشر شوی او له هغه وخت راهيسې، د دغه هېواد حکومت شاوخوا ۵۰ زره ټوپکونه نيولي، چې ۷۰ سلنه يې له امريکا څخه په غير قانوني ډول دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

نوموړي په همدې ورځ په پلازمينې مکسيکو ښار کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبري رسنيو ته يادې څرګندونې کړې دي.

نوموړي زياته کړې، چې له امريکا څخه مکسيکو ته په غير قانوني ډول د ټوپکونو د انتقال نيمايي برخه د امريکا له ټيکساس ايالت څخه انتقال شوې او د دغه ايالت والي یې بايد په اړه سپيناوی وکړي.

په مکسيکو کې د ټوپک جنايتکارانه فعاليتونه تر ټولو سخته ټولنيزه مسئله بلل کيږي.