له ۹۰ زیاتو چيني او بهرنيو تصديو د عرضې ځنځيري په دوهم نړيوال نندارتون کې د ګډون نوملیکنه کړې
CMG2024/02/15 10:59:06
شريکول:

(د چين د عرضې ځنځير لومړۍ نړيوال نندارتون)

د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې کمېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د عرضې ځنځير دوهم نړيوال نندارتون به د سږ کال د نومبر له ۲۶مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې تر سره شي.

په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره نوم ليکنه په انلاين ډول پرانېستل شوې او تر اوسه څه باندې ۹۰ چيني او بهرنيو تصديو پکې د ګډون نوملېکنه کړې ده.

 چين څه موده مخکې په بهرنيو هېوادونو کې د ياد نندارتون د تبليغاتو فعاليتونه هم ترسره کړي دي.

د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅونې کمېټې يوه لوړ پوړي پلاوي د ماليزيا، سينګاپور، جاپان، اتوپيا او مصر په شمول څو هېوادونو کې د ياد نندارتون د پېژندنې فعاليتونه ترسره کړي دي.