د تایوان چارو دفتر د فو جیان کب نیونکې بېړۍ سره د تایوان چلند غندلی
CMG2024/02/15 11:13:05
شريکول:

تايوان د فبرورۍ په ۱۴مې په جین من سمندري سیمې کې د فو جیان ولایت یوه کب نیونکې بېړۍ شړلې، چې له امله يې ۴ کب نيوونکي سمندر ته لوېدلي دي چې پکې ۲ مړه شوي دي.

د چین د دولتي شورا د تایوان چارو دفتر ویاندې جو فنګ لیان د مړه شویو کب نيوونکو له کورنیو سره همدردي او غمرازي ښودلې او د پسرلني اختر په موده کې دغه شان ويرجنه پېښه يې بوږنووکي بللې او په سختو ټکو يې غندلې ده.

مېرمن جو فنګ لیان له تایوان څخه غوښتي، چې د دغې پېښې په اړه هر اړخيزه پلټنه وکړي او د مړه شويو کب نیوونکو د وروستيو چارو لپاره دې د دوی له کورنیو ښه چلند او مرستې وکړي.

نوموړې زياته کړې، تایوان باید د تایوان تنګي د دواړو غاړو کب نیونکو د عادي کارونو درناوی وکړي او د دغه شان پېښو مخه باید ونيسي.