وانګ يي به د مونیخ امنیتي غونډې کې ګډون او اسپانیې او فرانسې ته به رسمي سفرونه وکړي
CMG2024/02/15 15:39:03
شريکول:

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د مونیخ امنیتي غونډې د رئیس په بلنې، د فبرورۍ له ۱۶مې څخه تر ۲۱مې نېټي پورې د مونيخ په ۶۰مې امنیتي غونډې کې ګډون او وینا وکړي.

نوموړی به د اسپانيې د بهرنیو چارو وزیر او د فرانسې د ولسمشر د بهرنیو چارو سلاکار په بلنې له يادو هېوادونو څخه هم رسمي لېدنې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې د وانګ يي د ياد سفر په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي او په خبره یې، وزیر وانګ يي به د مونيخ په امنیتي غونډې کې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې او د مساوي نړیوال نظام د جوړونې په اړه د چین دريځ په ډاګه کړي.

سږ کال د چین او اسپانیې او د چین او فرانسې د ډيپلوماتیکو اړیکو د جوړېدو له ۵۰مې او ۶۰مې کلیزې سره برابر دی او باور دا دی، چې دغو هېوادونو ته د وزیر وانګ يي سفر به خپلمنځي همکاریزې اړیکې نورې هم ټينګې کړي.