کوریا جمهوریت د فبرورۍ په ۱۴مې خبر ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد او کیوبا استازو په نیویارک کې د خپلمنځي ډيپلوماتیکو اړيکو سندونه لاسليک کړي دي.
د کوریا جمهوریت بهرنیو چارو وزارت د جنوبي امریکې له هېواد سره د دغه هېواد د اړیکو ټينګښټ مهم ګام ياد کړی دی.
د کوریا جمهوریت حکومت به له کیوبا سره د دایمي ډيپلوماتیکو ارګانونو د جوړېدو په اړه بحثونه وکړي.
د کوریا جمهوریت او کیوبا ترمنځ رسمي اړیکې په ۱۹۵۹م کال کې په کیوبا کې تر سوسیالیستي انقلاب وروسته پرې شوې وې.