د پسرلني اختر په موده کې د چین مصرفي حالات
CMG2024/02/15 15:05:45
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په موده کې د چین په ښارونو او کلیوالو سیمو کې  انلاین او افلاین خرڅلاو په چټکه توګه وده کوي. د بېجينګ د ښاروالۍ د کولتور او سيلانیزو چارو څانګې د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې د بېجينګ د ۱۷۴ لویو سيلانيزو ځايونو د سيلانيانو عمومي شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېر زيات شوی دی. 

د چين د جي لين ولایت د جي لین ښار د سوداګرۍ څانګې په دې ښار کې له ۳۰ څخه زياتې لویې تصدۍ تنظيم کړې چې د شیانو د خرڅلاو لپاره له ۵۰ څخه زيات فعاليتونه ترسره شوي دي. د جي لين ښار په بېلا بېلو پلورځیو او مرکزونو کې زیات شمېر پېردونکي راجلب شوي دي. 

سربېره پر دې، د چین د پسرلني اختر په موده کې پرلیکه یا انلاین سوداګري هم ډېره وده کوي. د چین د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د جنورۍ له ١٨مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۶مې نېټې پورې د انلاين پرچون خرڅلاو اندازه ٨٠٠ میليارډو يوانو ته نژدې شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸،۹ سلنه زياتوالى ښيي. له دې څخه څرګندېږي چې د ۲۰۲۴م کال په پيل کې انلاین مصرف ډېر پرمختګ موندلی دی. د چین د سوداګریزو چارو ګډې ټولنې (CGCC) شمېرنې خپرې کړې چې له مخې يې په فبرورۍ کې د چين د پرچون چارې د سوکالۍ شاخص(Prosperity index) ۵۱،۲ سلنه و چې د تېرې مياشتې په پرتله ۰،۳ سلنه زيات شوی دی.

له خپلې کورنۍ سره د ډوډۍ خوړلو سربېره، د  برقي  موټرو او کورنيو وسایلو اخیستل هم د ډېرو چینایانو لپاره د پسرلنې اختر د نمانځنې انتخاب دی. په ۲۰۲۳م کال کې په چین کې د نوي انرژي موټرو د تولید او پلور ارزښت په جلا جلا توګه ۹،۵۸۷ ميلیونو او ۹،۴۹۵ میلیونو ته رسېدلی دی چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله په جلا جلا توګه ۳۵،۸ سنله او ۳۷،۹ سلنه زیاتوالی لري. د ۲۰۲۳م کال تر پایه، په چین کې د نوي انرژي موټرونو شمېر ۲۰،۴۱ میلیونو ته رسېدلی دی.

د ان هوی ولایت د هه فې ښار د شو شان سیمې د وان شیانګ چنګ پلورځي د وې لای برقې موټرو شرکت د پلور مدیر وانګ چینګ تاو وویل، د بازار غوښتنې د پوره کولو لپاره دغه شرکت د پېرودونکو لپاره یو لړ نوې تګلارې وړاندې کړې، د بېلګې په توګه، د موټرو بیې یې کمې کړې او د برېښنايي موټرو د چارج کولو لپاره وړتیا[SN1] [SN2]  وسیلې برابرې کړې. په تېره اونۍ کې، په دې پلورځي کې د پېر دونکو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. هره ورځ له ۱۰۰څخه ډېر پېردونکي د مشورې لپاره راځي او په دې وروستیو ورځو کې د فرمایشونو شمېر کې د پخوا په پرتله ډېر زیاتوالی راغلی چې په منځنۍ توګه په میاشت کې شاوخوا ۲۰ موټرونه پلورل شوي دي.

د چین د بېلا بېلو ځایونو د تګلارو او فعالیتونو د پلي کېدو له امله د پسرلني اختر په موده کې د پېردونکو لپاره د مصرف تجربه ډېره ښه شوې او د دوی د مصرف پټ توان نور هم لوړ شوی دی.

د چین د سوداګرۍ وزارت د بازار او د مصرف د هڅولو د مدیریت مشر شو شينګ فنګ وويل، د روان کال د پسرلني اختر په موده کې مصرفوونکو د فرش مينځلو، لوښو مينځلو او د سمارټ دروازو قفلونو پېرود ډېر خوښوي. هغه زیاته کړه چې ډيجیټل، شنه او روغتیا د ۲۰۲۴م د چین دودیز ښامار کال د پسرلني اختر په موده کې د مصرف درې لوی نوي ډولونه بلل شوي دي.