د روان کال د پسرلني اختر په درشل کې، د شينجيانګ د مرکز اروموچي ښار د لوی نړيوال بازار چاپېریال او فضا له شوق او ذوق مالاماله ده او د غير مادي کولتوري ميراثونو نندارو، قومي نندارځايونو او خوندورو خواړو یې د هېواد د بېلا بېلو ځایونو سيلانيان راجلب کړي دي.
په پسرلني اختر کې، د دغه لوی بازار د خوړو واټ هره ورځ د سهار له لسو بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې پرانېستی وي او ګڼ شمېر سيلانيان هلته د ساتيري لپاره ځي او د شينجيانګ خواړه خوري.
اټکل کيږي، چې د پسرلني اختر په درشل کې به شاوخوا یو ميليون سیلانيان د اروموچي له لوی نړيوال بازار څخه لېدنې وکړي.