د امريکا په کانساس ښار کې د ډزو پېښه شوې
CMG2024/02/15 11:16:50
شريکول:

د امريکا د ميسور ايالت د کانساس ښار پوليسو د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ په دغه ښار کې د سوپر بول په نوم د امريکا د فوټبال ټولنې لاريون روان و، چې پر مهال يې د ډزو پېښه شوې ده.

پوليسو ويلي، چې په يادې پېښې کې ۱ کس وژل شوی او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا، د دغې پېښې په تړاو یې دوه شکمن کسان نيولي او سیمې ته يې ۸ سوه پوليس ليږلي دي.