د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د مسافرينو د لېږد رالېږد د چارو ادارې د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د همدې مياشتې په ۱۳مې نېټې يعنې د چين د پسرلني اختر په څلورمه ورځ په ټول هېواد کې د خلکو د تګ راتګ شمېر ۳۰۱ ميليونو او ۳۹۰ زرو ته رسېدلی ، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۸.۲ سلنه زياتوالی ښيي.
دا لومړي ځل دی، چې د سږني پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې په يوه ورځ د خلکو د تګ را تګ شمېر له۳۰۰ ميليونو زيات و.