د مصر او ترکيې ولسمشرانو د خپلمنځي اړيکو د ښه والي هيله ښودلې
CMG2024/02/15 10:58:12
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې په پلازمېنې قاهرې کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره کتلي او دواړو مشرانو د خپلمنځي اړيکو د ښه والي هيله څرګنده کړې ده.

د ترکيې ولسمشر تر شاوخوا لس کلن ځنډ وروسته قاهرې ته تللی او مصري سیال یې تود هرکلی کړی دی او دواړو مشرانو هيله ښودلې، چې د خپلمنځي اړيکو نوې پاڼه پرانيزي.

اردوغان ويلي، چې ترکيه به له مصر سره اړيکې ښې کړي او په وينا يې، دغه سفر به یې د دواړو هېوادونو د اړيکو نوی پرمختګ وهڅوي.

په ۲۰۱۳ کال کې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مورسي له ګوښه کېدو وروسته، د دغه هېواد او ترکيې تر منځ اړيکې سختې او تاوجنې شوې او له وخت راهيسې يې په ټيټې کچې ډيپلوماتيکې اړيکې درلودي، خو د تېر ۲۰۲۳کال په جولای کې يې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې بيا اعاده او يو بل هېواد ته يې سفيران وليږل.