د چین ساحلي ګارډ هوانګ یان ټاپو ته د فلیپيني بېړۍ پر ناقانونه تګ غبرګون ښودلی
CMG2024/02/16 10:53:17
شريکول:

د چین د ساحلي ګارډ ویاند ګان د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، د فلیپين د کب نیونې او د اوبيزو تولیداتو ۳۰۰۵م نمبر بېړۍ په ناقانونه توګه د چین د هوانګ یان ټاپو سمندري سیمې ته ننوتلې وه او د چین د ساحلي پولیسو تر څو ځلې خبرداري وروسته له سیمې وتلې ده.

نوموړي ویلي، چین پر هوانګ یان ټاپو او شاوخوا سمندري قلمرو بې له شکه حاکمیت لري او ساحلي ګارډ يې د خپل هېواد حاکمیت او سمندري حقونه په کلکه ساتي.