الهام حيدرعلي اف د اذربايجان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
CMG2024/02/16 10:59:00
شريکول:

الهام حيدرعلي اف د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې د دغه هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

نوموړي له لوړې وروسته ژمنه کړې، چې د اذربايجان د هراړخيز پرمختګ او د بشپړ حاکميت د ساتلو لپاره به کوښښونو ته دوام ورکوي.

د اذربايجان د ټاکنو کميسيون د روانې مياشتې په ۸مې نېټې الهام حيدر علي اف د دغه هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی اعلان کړ او تېره ورځ يې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.