د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پای ته ورسېده
CMG2024/02/16 15:54:04
شريکول:

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه د فبرورۍ په ۱۵مې په بروکسیل کې پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې له اوکراین سره د امریکې د مرستندویه مسوده په کانګرس کې له خنډونو سره مخ ده او د امریکې د ولسمشرۍ نوماند ډونالډ ټرمپ څو ځلې د ناټو پر موجودیت شکونه وړاندې کړي، د ناټو د یادې غونډې له ترسره کېدو ښکاري چې امریکا او اروپا له اوکراین سره د مرستې او د دفاعي لګښت د زیاتېدو په برخو کې ډېر نظري توپیرونه لري.

د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ وویل، غړو هېوادونو په یاده غونډه کې د دغه سازمان د سرمشریزې غونډې لپاره اړوندې تیاریانې نیولې چې د سږ کال په راتلونکې جولای کې به په واشنګټن کې ترسره شي. غړو هېوادونو هم موافقه کړې چې له اوکراین سره د مرستې لپاره به د ډرونونو ټولنه او د ماینونو د پاکولو ټولنه جوړه کړي. په عین وخت کې له اوکراین سره د مرستې په اړه د لوېديځو هېوادونو په منځ کې توپیرونه مخ په زیاتېدو دي، مثلاً له اوکراین سره د امریکې د مرستې مسوده د کانګرس په استازو جرګه کې له ډېرو خنډونو سره مخ ده او ښايي د رایې اچونې پړاو ته ونه رسي.

سټولټنبرګ په دې اړه هېڅ ارزونه نه ده کړې، خو دا یې منلې چې اوس له اوکراین سره پوځي مرسته له ستونزو سره مخ ده، که د امریکې مرستې نه شي عملي کېدای، نو د کاناډا او اروپايي ټولنې مرستې دې زیاتې شي.

په حقیقت کې نه یوازې د امریکې په دننه کې له اوکراین سره د مرستې په اړه د مخالفت ډېر زیات اوازونه راپورته شوي، بلکې له اوکراین سره د نوې مرستې په اړه د اروپايي هېوادونو ژمنې  پوره کېدل هم له شکونو سره مخ دي.

د ناټو شمېرنې له مخې، تېر کال د ناټو د غړو اروپايي هېوادونو دفاعي لګښت ۱۱ سلنه زیات شوی، سږ کال به ۱۸ غړي هېوادونه دغه موخه پوره کړي چې د خپل جي ډي پي ۲ سلنه برخه په دفاعي چارو کې ولګوي. خو د اروپايي ټولنې د بودیجې د نویو مقرراتو په تطبیق سره چې که د دې ټولنې د غړي هېواد مالي کسر د کورني تولید په عمومي ارزښت کې له ۳ سلنې زیات شي، نو باید په ټاکلې موده کې مالي کسر کم کړي. نو له دې امله، د ناټو ډېر اروپايي غړي هېوادونه له ستونزو سره مخ دي او د دوی لپاره د ناټو لخوا ټاکل شوې موخه پوره کول ډېر ستونزمن کار دی.  

د یادولو وړ ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په دغه غونډه کې د دغه سازمان پر موجودیت د ډونالډ ټرمپ شکونه څو ځلې د رسنیو لخوا یاد شوي. د رسنیو په اند، د دفاعي لګښونو زیاتول یوازې د روسیې او اوکراین د کړکېچ تر اغېزې لاندې یو اړمن ګام دی. اوس د امریکې امنیتي تګلارې روښانې نه دي، ایا اروپايي هېوادونه به د اوږدې مودې لپاره له شرط پرته د امریکې لارښوونې مراعات کړي که نه؟ دا ډېر د پاملرنې وړ ټکی دی. د ناټو د اروپايي غړو هېوادونو لپاره، د اروپا د ځان دفاع توان پياوړتیا د دوی ډېر مهم ماموریت دی.