د چين رېل پټلۍ شرکت يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې سږ کال د جنورۍ له ۲۶مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۱۴مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د خلکو تګ راتګ شمېر ۲۳۰ ميليونو ته رسدلی دی.
شمېرې ښيي، د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې، په چين کې ۱۴ ميليونو او ۲۴۵ زرو خلکو تګ راتګ کړی، چې د مسافرو د تګ راتګ تر ټولو لوړ ورځنی شمېر و.
راپور وايي، د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې، يعنې د پسرلني اختر په ۶مې ورځې به د چين په اورګاډو کې ۱۵ ميليونه او ۲۰۰ زره مسافر تګ راتګ وکړي او ۱۲۸۴ اضافي اورګاډي به د خلکو د اسانه سفر لپاره وکارول شي.