د اروپايي ټولنې کمېټې د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې د روان ژمي د اقتصاد اټکلي راپور خپور کړی او د دغې ټولنې او د يورو کاروونکو سيمو د تېر مني د اقتصادي زياتوالي اندازه يې صفر اعشاريه ۶ سلنې څخه صفر اعشاريه ۵ سلنې ته ټيټه کړې ده.
په راپور کې د اروپايي ټولنې د ۲۰۲۴م کال د اقتصاد اټکلي اندازه له ۱ اعشاريه ۳ سلنې څخه صفر اعشاريه ۹ سلنې ته ټيټه ښودل شوې او د يورو کاروونکو سيمو د اقتصاد د زياتوالي اټکلي اندازه يې له ۱ اعشاريه ۲سلنې څخه صفر اعشاريه ۸ سلنې ته ټيټه کړې ده.
په راپور کې اټکل شوی، چې په ۲۰۲۵م کال کې به د اروپايي ټولنې او د يورو کاروونکو سيمو اقتصاد به په جلا جلا توګه ۱ اعشاريه ۷ سلنه او ۱ اعشاريه ۵ سلنه وده وکړي.