د ناټو دفاع وزيرانو د دفاعي چارو د پياوړتيا او له اوکراين څخه د ملاتړ په پار بحث کړی
CMG2024/02/16 11:07:20
شريکول:

د ناټو د غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې د بلژيک په پلازمېنې بروکسيل کې پای ته ورسېده.

د ناټو دفاع وزيرانو په يادې غونډې کې د دفاعي چارو د پياوړتيا او له اوکراين څخه د ملاتړ په پار بحث کړی دی.

د ناټو سرمنشي جینس سټولټنبرګ ويلي، اټکل چې په روان کال کې د دغه سازمان د ۱۸غړو د ملي دفاع لګښتونه د جي ‌ډي پي دوه سلنې ته ورسېږي، په داسې حال کې، چې په ۲۰۱۴کال کې يوازې د دريو غړيو د ملي دفاع لګښتونه دغې اندازې ته رسېدلي وو.

سټولټنبرګ د اوکراين مسئلې په اړه ويلي، چې ناټو اوس اوکراين ته د يو ميليون ډرونونو د تيارولو او ورکولو لپاره هڅې کوي.