شي جين پينګ د فنلنډ نوي ولسمشر الکساندر ستوب ته مبارکي وویله
CMG2024/02/16 16:57:52
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې د فنلنډ د ولسمشر د ټاکل کېدو په پار الکساندر ستوب ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پیغام کې ویلي، د چین او فنلنډ اړیکو په وروستیو کلونو کې پر له پسې پرمختګ کړی، یو بل ته یې متقابل درناوی کړی، په بېلا بېلو برخو کې یې اغېزمنې همکارۍ کړي او خپلکو خلکو ته یې رښتنې ګټې رسولې دي. 

شي جین پینګ زیاته کړې، چې هغه د چین او فنلنډ اړیکو ته جدي پاملرنه کوي او د له ولسمشر الکسندر ستوب سره به په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو همکاریزو اړیکو د ټينګښت، له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې او د نړۍ د سولې او ابادۍ د هڅولو لپاره کوښښونه وکړي.