په تېرو ۳ کالونو کې د شانګهای بندر د وارداتو او صادراتو ارزښت له ۱۰ ټريليونو يوانو پورته و
CMG2024/02/16 11:46:17
شريکول:

د چين د شانګهای بندر د نظارت او سوداګرۍ ادارې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې له دغه بندر څخه د وارداتو او صادراتو ارزښت له ۱۰ ټريليونو يوانو څخه پورته ښودل شوی او په جلا جلا توګه په ۲۰۲۱م کال کې ۱۰اعشاريه ۰۹ ټريليونه، په ۲۰۲۲م کال ۱۰ اعشاريه ۴ ټريليونه او په ۲۰۲۳ م کال کې ۱۰ اعشاريه ۶۶ ټريليونه يوانو ته رسېدلی دی.

د شانګهای ځايي تصديو تېر کال د دغه بندر د صادراتو او وارداتو د ارزښت په 10.66 ټریلیونو یوانو کې شاوخوا څلوېښت سلنه ځای خپل کړی او نورو ولایتونو او ښارونو پکې ۶۰ سلنه ځای نيولی دی.

د شانګهای بندر سوداګريز ارزښت په نړۍ کې 3.6 سلنه دی او په پر پسې توګه يې د لوی سوداګريز بندر نړيوال مقام ساتلی دی.