د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيرو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۱۶مه د مونيخ په امنيتي غونډه د ګډون په ترڅ کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينک سره وکتل.
وانګ يي وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره تېر کال په بريالۍ توګه په سانفرانسيسکو کې ليدنه وکړه. اوسمهال دواړه هېوادونه بايد د دواړو هېوادونو مشرانو تر لارښوونې لاندې د خپلمنځي اړيکو د ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره هڅې وکړي. دواړه خواوې بايد يو بل ته درناوی، يو له بل سره په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاری وکړي او د دوو لويو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو سمه لاره پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه، چې په نړۍ کې يوازې يو چين دی او تايوان د چين يوه برخه ده. که امريکا په تايوان کې ثبات غواړي، د يو چين پېژندنې پر اصولو او د چين او امريکا تر منځ پر ۳ ګډې اعلاميې دې ټينګار وشي.
وانګ يي او انټوني بلينک د کلتوري تبادلو او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ د اسانتیاوو په اړه هم خبرې اترې وکړې.
همدا راز دواړو خواوو د اوکراين مسئلې، د فلسطين او اسرائيلو تر منځ شخړې او د کوريا ټاپوزمې په شمول سيمه ييزو مسئلو په اړه هم نظريې شريکې کړې.