روسیه: له اوکراین سره د خبرو امکان نشته
CMG2024/02/17 11:00:08
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سیرګي لاوروف په ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۶مه  د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا روسيه او لوېديځ هېوادونه کولای شي اړيکې بېرته ټينګې کړي، وویل، چې دا  په لويديځ پورې اړه لري، خو  د روسیې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو امکان نشته.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف د روانې مياشتې په ۱۶مه په يوه سيمينار کې وويل، چې د روسيې او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عادي کېدل په روسيې پورې اړه نه لري، دا مسئله له لوېديځ سره نژدې تړاو لري. د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتين له امریکایي خبریال کارلسن سره په مرکه کې وویل، د روسیې "ښه نیت خپل حد ته رسېدلی.

لاوروف د روسيې او اوکراين د خبرو اترو د امکاناتو په اړه وويل، د اوکراین ولسمشر زیلینسکي باید لومړی د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو د مخه نیولو په اړه د ولسمشرۍ فرمان لغوه کړي.

د اوکراين د ولسمشر دفتر په ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۶مه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اوکراين ولسمشر زيلنسکي په همدې ورځ په برلين کې د جرمني له صدراعظم اولاف سچولز سره "د امنیت په برخه کې د اوکراين او جرمني ترمنځ د همکارۍ او اوږدمهاله ملاتړ موافقه لیک" لاسليک کړ.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې دا موافقه لیک د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۲مه د اوکراین او G7 غړو هېوادونو لخوا تصویب شوی. دا موافقه لیک به د لاسلیک کېدو له نېټې څخه د لسو کلونو لپاره اعتبار ولري او په څرګند ډول د جرمني لخوا اوکراین ته ورکړل شوي امنیتي تضمینونه، په ځانګړې توګه د نظامي، سیاسي، مالي او بشري ملاتړ په شمول د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د لومړیتوب ساحې په ګوته کوي.

په دغه موافقه لیک کې راغلي، چې جرمني به په ۲۰۲۴ کال کې له اوکراین سره څه باندې ۷ ملیارډه یورو پوځي مرسته کوي او جرمني به د موافقه لیک  د اعتبار په موده کې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دې موافقه لیک له مخې، که د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه روانه وي، جرمني به پر روسیې بندیزونه ولګوي. 

دغه راز د اوکراين د ملي خبري اژانس د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د اوکراين ولسمشر زيلنسکي په همدې ورځ د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي موافقه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې فرانسه په ۲۰۲۴ کال کې له اوکراین سره د ۳ ملیارډو یورو په ارزښت اضافي پوځي مرسته وکړي او د وسلو د برابرولو، د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکاریو، او اطلاعاتو او روزنې په برخو کې اوکراین ته مرستې ورکړي.

په ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د روسيې او اوکراين تر منځ جګړه لاهم روانه وه او د جګړې تمرکز د دونيتسک په اوديويفکا ښار وو. د روسیې رسنیو د خبر له مخې، د روسیې پوځ په تدریجي ډول د دې ښار د کنټرول حق ترلاسه کړی دی. په عین وخت کې، اوکراین په دې سیمه کې په خپلو جګړه يیزو عملیاتو کې د بدلونونو په اساس بدلون راوستی دی.

د مسکو پر وخت دفبرورۍ د ۱۶مې په شپه د روسیې انلاین رسنیو یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې لیدل کیږي روسي پوځیان اودیویفکا ښار ته ننوتي دي. په ویډیو کې ښودل  کیږي، چې روسي سرتېري د اودیویفکا ښار ریل سټیشن ته نږدې یادګاري بیرغونه لګوي. 

برسېره پر دې، د اوکراین د تاوریا جنګي ډلې قوماندان تارنافسکي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اوس مهال د اوکرايني ځواکونو د بيا تنظيم، اکمالاتو او د سرتېرو د ځای پر ځای کولو چارې روانې دي او د سرتېرو جوړول په پلان شوي ډول پياوړي کېږي.