د ۶۰مې دورې د مونیخ امنيت غونډه پرانيستل شوه
CMG2024/02/17 10:37:40
شريکول:

د ۶۰مې دورې د مونیخ  امنيت غونډه د فبرورۍ په ۱۶مه د جرمني په مونيخ ښار کې پرانيستل شوه او دا غونډه به ۳ ورځې دوام وکړي. په دې غونډه کې به د اوکراین بحران او د فلسطين او اسرائیل د شخړو په شمول پر نړيوالو امنيتي  ننګونو بحث تر سره شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس پرانيستونکو مراسمو ته په خپله وينا کې غوښتنه وکړه، چې نړيواله سوله وساتل او نړیوال عصري نظام جوړ شي. د هغه په وينا، اوسنۍ نړۍ له ذروي ګواښ، اقليمي بحران او د مصنوعي ځيرکتيا له خطر سره مخامخ ده، نړیواله ټولنه باید په يو موټي ډول سره يو نړیوال نظام جوړ کړي، څو هر کس ورڅخه ګټه واخیستلی شي.

د مونيخ امنیت غونډې مشر کريستوف هوسګن په خپله وينا کې ويلي، چې دغه غونډه غواړي د ډ‌يالوګ له لارې سوله ورسوي.