اروپايي ټولنه: اسرائيل دې په رفح کې پوځي فعاليت نه کوي
CMG2024/02/17 15:10:09
شريکول:

اروپايي ټولنې د فبرورۍ په ۱۶مه له اسرايئلو  وغوښتل، چې د غزې سيمې د بشري وضعيت د خرابېدو د مخنيوي لپاره په جنوبي رفح ښار کې پوځي عملیات ونه کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزيف بورېل په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو وويل، چې اروپايي ټولنه په رفح کې د اسرائيلو د ځمکنيو عملياتو ته پاملرنه کوي او اوسمهال په رفح کې له يو ميليون څخه زيات فلسطينيان پناه  اخیستې.

نوموړي زياته کړه، چې اروپايي ټولنې له اسرائيلو وغوښتل، چې په رفح کې پوځي فعاليت و نه کړي، ځکه دا به په غزې سيمه کې بشري وضيعت نور هم خراب  کړي او غزې سيمې ته به د اړتيا وړ خدماتي او بشري مرستو د برابرولو خنډ شي.

په دې وروستيو کې په غزې سيمې کې د اسرائيلو د دوامدار بريدونو له امله زيات کسان وژل شوي دي. ګڼ شمېر هېوادونه په دې اړه اندېښنه لري او په غزي سيمه کې د اوربند  لپاره له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کوي.