د اسرائيلو په جنوب کې د ‌ډزو پېښې له امله دوه کسان مړه شوي
CMG2024/02/17 10:48:43
شريکول:

د اسرائيلو پوليسو د فبرورۍ په ۱۶مه وویل چې په همدې ورځ د دې هېواد په جنوب ښار ماراهي کې د ‌ډزو پېښه وشوه او له دې امله لږ تر لږه دوه کسان مړه شوي.

د پوليسو د اعلاميې له مخې، د همدې ورځې په غرمه، يو بريدګر په موټر سره د بس سټېشن په شاوخوا پر خلکو ډزې وکړې او له دې امله ۶ تنه ټپيان شول. له دې وروسته یاد بريدګر د يو عام سړي لخوا په ډزو ووژل شو.

د معلوماتو له مخې، دوه ټپيان روغتون ته له رسېدو وروسته د سختو ټپونو له امله مړه شول. اوس پوليس د دې پېښې په پلټنې بوخت دي.