لیو جيان چاو د چين د کمونېست ګوند د پلاوي په مشرۍ((د نوي استعمار ضد ګډه مبارزه)) د نړيوالو ګوندونو فورم کې ګډون وکړ
CMG2024/02/17 11:32:57
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د بهرنيو ارتباطو څانګې مشر ليو جيان چاو د فبرورۍ په ۱۶مه د چين د کمونېست ګوند پلاوي په مشرۍ روسیې ته لاړ او(( د نوي استعمار ضد ګډه مبارزه )) د نړيوالو ګوندونو فورم د جوړېدو په غونډه کې ګډون کړی. لیو جيان چاو د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وویل، چې په اوسنۍ نړۍ کې نوی استعمار په بېلابېلو شکلونو رامنځته کېږي او نړۍ ته ناورين رسوي. هغه وړانديز وکړ، چې بېلابېلې خواوې باید د هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا حقونه خوندي کړي، نړیواله سوله او امنیت دې وساتي، کلتوري تبادلې دې پياوړې کړي، نړيوال اداري سیستم دې اصلاح او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې جوړېدو ته دې وده ورکړي.

لیو جيان چاو په ياده غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د متحدې روسيې ګوند له رئيس دميتري ميدويديف سره ولیدل.