د چين خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د مونيخ په امنيتي غونډه کې ګډون وکړ او د ناارامې نړۍ د ارامولو لپاره د هڅې تر عنوان لاندی وينا وکړه.
وانګ يي د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، هر څنګه چې نړۍ بدلېږي، چين به د تل لپاره د يو مسؤلانه هېواد په توګه خپلې تګلارې په ثابته او مسلسله توګه وساتي او د ناارامې نړۍ د ارامولو لپاره به هڅې وکړي.