د فلسطين ټلويزيون د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې په مرکزي سيمه کې سخت بريدونه کړي او له دې امله يې لږ تر لږه ۴۰ فلسطينيان وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.
د مالوماتو له مخې، اسرائيلي ځواکونو د نصرت په نوم د کډوالو پر کمپ، ديرالبلح او زاوايدا سيمو بريدونه کړي دي.
راپور وايي چې لا هم ګڼ شمېر کسان تر خاورو لاندې پاتې دي او د مرګ ژوبلې شمېر ښايي نور زيات شي.
د تېر اکتوبر په ۷مه نېټه د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د نوي پړاو شخړې د رامنځته کېدو راهيسې، په غزه کې د اسرائيلو د پوځي عملياتو له امله له ۲۸ زره او ۸ سوو څخه زيات فلسطينيان وژل شوي او له ۶۸ زرو څخه زيات کسان ټپيان شوي دي.