د اسرائيلو صدراعظم: د فلسطین او اسرائيلو مسئله یوازې د مخامخ خبرو له لارې حل کيدای شي
CMG2024/02/18 10:57:07
شريکول:

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه وویل، د فلسطین او اسرائيلو مسئله یوازې د مخامخ خبرو له لارې حل کيدای شي. هغه یو ځل بیا د فلسطین هېواد له په رسمیت پیژندلو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

نتانياهو په همدې مازدیګر په بیت المقدس کې د صدراعظم په دفتر کې رسنیو ته وویل، چې د فلسطین او اسرائیلو مسئله یوازې له مخکینیو شرطونو پرته د مستقیمو خبرو اترو له لارې حل کیدای شي. اسرائیل به د فلسطین – اسرائیلو مسئلو د حلولو په اړه "د نړیوالو فرمايشونو" ته تسليم نشي.

په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې د مصر په پلازمېنه قاهره کې ترسره شوې، په اړه يې نتانیاهو وویل چې د حماس دریځ نه دی بدل شوی او په وينا يې چې له همدې امله اسرائیلي پلاوی له مصر څخه ووت. ده وويل چې که د حماس دریځ بدل نه شي، اسرائیل به خبرو اترو ته دوام ور نکړي.