د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د افريقا ليګ ۳۷مې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې له تېر کال راهيسې د چين او افريقا اړيکې په پر له پسې ډول پرمختګ کړی، د مشرانو ډيالوګ په برياليتوب تر سره شوی دی. دواړو خواوو پرېکړه کړې چې د عصري کېدو د يو بل له ځانګړې لارې ملاتړ وکړي او د ښې ايندې د ابادۍ لپاره ښه فضا برابره کړي.
نوموړي دا هم وويل چې د چين او افريقا د همکاريز فورم راتلونکې سرمشريزه به په ۲۰۲۴ کال کې تر سره شي. هغه هيله وښودله چې د افريقايي هېوادونو له مشرانو سره د خلکو ګټو ته په پام کې نيولو سره د خپلمنځي همکارۍ نوې نقشه جوړه کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.