په جرمني کې په زرونو کسانو د مونیخ د امنیتي غونډې پر ضد مظاهرې وکړې
CMG2024/02/18 14:54:02
شريکول:

په ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د مونيخ ۶۰مې دورې امنیتي غونډې د دوهمې ورځې اجنډا تر سره شوه. په مونیخ ښار کې د دې غونډې پرضد ډېرې مظاهرې او لاریونونه وشول. مظاهره کوونکي د مونیخ له امنیتي غونډې سره ځکه مخالفت کوي چې پکې له اوکراین سره د پوځي مرستو د لا زیاتولو په اړه بحث شوی دی.

د دې غوندې په ترڅ کې ډېرو جنګ ضد سازمانونو احتجاجي لاریونونه راوبلل چې تر ټولو لوی لاریون د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه د مونیخ په مرکز کې وشو چې زرګونو کسانو ګډون پکې کړی و.

لاریون کوونکو د لوېدیځو هېوادونو له هغه عمل سره مخالفت وکړ چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې د سیمه ییزو شخړو د هوارۍ لپاره د نظامي لارو کارولو په اړه بحث شوی دی. 

د مظاهرو تنظیموونکي او د ناټو د امنیتي غونډې پر ضد د مظاهرو اتحاد مطبوعاتي ویاند هاینز مایکل ویلسمیر خبریالانو ته وویل، دا چې د مونیخ د امنیتي غونډې ګډونوالو پر سوله ییز حل بحث نه دی کړی او د وسلو د تولیدي توان د پياوړتیا غوښتنه يې کړې، د اروپایي او امریکایي هېوادونو وسلو د سیالۍ نوی پړاو به پیل شي. هغه زیاته کړه، ټولې هغه نښې چې د مونیخ د امنیتي غونډې لخوا خپرې شوې دا په ګوته کوي چې جګړه به دوام ومومي. د لوېدیځو هېوادونو سیاستوال غواړي د وسلو د سیالۍ توان پياوړی کړي، ځکه چې دوی د وسلو له پلورلو څخه ترلاسه شويو لویو ګټو ته پام کوي. ده ویلي  موږ باید د دې په وړاندې اعتراض وکړو. د نظامي توان پراختیا په ټوله نړۍ کې د شخړو د شدت لامل شوې ده. د مونیخ د امنیتي غونډې ګډونوال غواړي چې پيچلې مسئلې په پوځي چلند حل کړي او دا به د نړۍ لپاره سختې ناوړه پايلې ولري. 

په لاریون کې د جګړې ضد شاوخوا ۳۰۰۰ کسانوله ځان سره لیکلي شعارونه  لېږدول چې "د وسلو د لېږد پر ځای خبرې اترې وکړئ"، "ناټو یو جنګي سازمان دی" او داسې نور پرې لیکل شوي و. دوی د سوله ییزو خبرو اترو او د جګرې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او اوکراين او اسرائيلو ته د وسلو د استولو د دوام له امله يې پر لوېديځو هېوادونو نيوکه وکړه. دوی وايي، اوکراين او اسرائيلو ته د وسلو ورکول به پخوانی کړکېچن حالت نور هم خراب کړي. مظاهره کوونکو ۴۵ متره اوږده سپینه جنډه چې په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د بمبارۍ له امله د وروستیو ۵۰۰۰ قربانیانو نومونه ورباندې ليکل شوي وو هم لېږدوله.

د "مونیخ امنیتي غونډې بدلون" پروژې د ټیم غړې ۹۰ کلنې مچتیلډ سچریبر وویل چې جګړه یوازې ټولو کسانو ته درد رسوي او هیڅوک ګټونکی نشي کېدای. نوموړې په دې باور ده چې امریکا او ناټو د سوله ییزو خبرو اترو خنډ ګرځي او د اوسني کړکېچ د زیاتوالي لامل هم دوی دي. دا د خواشینۍ خبره ده چې روان کال د مونیخ امنیتي غونډه کې د روسیې استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې. په شخړه کې د ښکیلو اړخونو نشتوالي سوله ییزې خبرې اترې ناشونې کړې او سربیره پردې معلومه شوه چې دا د امریکا په مشرۍ لوېدیځ هېوادونه وو چې له خبرو اترو څخه یې ډډه وکړه. ځینې هېوادونه د امریکا تګلارې تعقیبوي او په پر له پسې توګه يې اوکراین او اسرائیلو ته وسلې برابرې کړې. د نن ورځې تر ټولو احمقانه او خطرناکه پالیسي د وسلو لیږدول دي.

هوبرټ هینډل د "مونیخ د امنیتي غونډې بدلون" پروژې ټیم غړی هم دی، هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې وسلې به هېڅکله سوله ټینګه نه کړي، پوځي فکر یا طریقې نه شي کولای د جګړې له امله رامنځته شوي زیانونه له منځه یووسي او نه به د تاوتریخوالي مخه ونیسي. برعکس، لازیاتې وسلې به یوازې لازیات تاوتریخوالي وپنځوي. موږ هیله لرو چې د مظاهرو له لارې د مونیخ امنیتي غونډې له ګډونوالو څخه غوښتنه کړو چې له پوځي فکره لاس واخلي او د شخړو د حل لپاره سوله ییز فکر وکاروي.