روسيه: د اوديفکا کنټرول مو ترلاسه کړی دی
CMG2024/02/18 11:00:58
شريکول:

د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه ولسمشر ولاديمير پوتين ته راپور ور کړی، چې ځواکونو يې د اوديفکا کنټرول په بشپړ ډول ترلاسه کړی دی.

د روسيې د دفاع وزارت د روانې مياشتې د ۱۷مې نېټې په شپه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي، چې وزير سيرګي شويګو په همدې ورځ ولسمشر پوتین ته راپور ورکړی، چې د روسيې پوځ په پوره ډول اوديفکا کنټرول کړی او دغه ښار پخوا د اوکراين يو مهم دفاعي مرکز و.

د روسيې پوځ اوسمهال په دغه ښار کې د پاتې شويو اوکرايني ځواکونو د له منځه وړلو لپاره تدبيرونه نيولي او د دغه ښار په کوکينګ پلانټ کې پاتې شوي ځواکونه يې کلابند کړي دي.