د ملګرو ملتونو استازي د ليبيا له اړوندو خواوو د سياسي جنجالونو د حل غوښتنه کړې
CMG2024/02/19 10:14:22
شريکول:

د ليبيا مسئلې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي عبدالله باتيلي د فبرورۍ په ۱۷ مې نېټې په يوې اعلاميې کې د ليبيا د اړوندو خواوو پر مشرانو غږ کړی، چې د خپل هېواد د ښېرازۍ او سمسورتيا لپاره يو موټی شي او ټول سياسي جنجالونه حل کړي.

نوموړي د ليبيا اوسنۍ سياسي ستونزه د دغه هېواد ملي يووالي ته لوی ګواښ بللی او په وينا يې، ټول ليبيايان هيله لري، چې هېواد، ټولنه او اقتصاد يې ژر سمسور شي او هېواد يې حاکميت او حيثيت بېرته ترلاسه کړي.

نوموړي د ليبيا د اړوندو خواوو له مشرانو څخه غوښتي، چې په ګډو هڅو خپل هېواد يو موټی او اباد کړي.