د چین سږني پسرلني اختر په موده کې پیاوړې اقتصادي څپه ښکاره شوې
CMG2024/02/19 12:57:00
شريکول:

د هسپانیې د یلمودو (El Mundo)  ورځپاڼې ویلي چې  پسرلنی اختر د چینایانو لپاره تر ټولو مهم اختر دی، د دې اختر په رخصتۍ کې د خلکو مصرفي حالت د دغه هېواد اقتصادي ارزونې لپاره یوه مهمه نښه ده.

سږ کال د چین د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د هېواد په دننه کې د خلکو د تګ راتګ شمېر ۴۷۴ میلیونو ته رسېدلی او سیلانیز عواید یې له ۶۳۲ میلیارډو، ۶۸۷ میلیونو یوانو څخه اوښتی چې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳۴ سلنه او ۴۷ سلنه لوړوالی ښيي. د یاد اختر په اته ورځنۍ رخصتۍ کې د سپارښتنو په شمول د فلمي ټیکټونو عمومي عواید له ۸ میلیارډو یوانو واوښتل او دغه حجم نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

ویل کېږي چې د پسرلني اختر په رخصتۍ کې د چین مصرفي بازار ډېر تود و او دکرنيز ښامار کال د اقتصاد لپاره یو ښه پيل یې جوړ کړی دی.

سږنی پسرلني اختر په چین کې د کرونا وبا د کنټرول تدبیرونو تر تنظیمېدو وروسته لومړی پسرلنی اختر دی، د خلکو تګ راتګ پوره عادي شوی او په دې سره اقتصادي حیاتي ځواک هم ښکاره شوی دی. چینایانو له معبدي بازارونو او موزیمونو لیدنې کړې، له دغو دودیزو ساعتیرۍ پروګرامونو سربېره، د ډیجیټلي ټېکنالوژۍ او ځیرکتیا په استازیتوب نوی ډول مصرف هم د مشتریانو ډېر خوښېږي. په انلاین سوداګرۍ کې، مصنوعي ځيرکتيا ویاند مشتریانو ته نوې تجربې شریکې کړې، د غولي جارو او پاکولو، لوښو مینځلو او ځيرکې کیلي په شمول یو لړ ځیرک کورني وسایلو د خلکو په مصارفو کې نوې څپه راپورته کړې.

له دې څخه ښکاري چې د چین اقتصاد له حیاتي ځواک ډک دی.  بلومبرګ اژانس د راپور په خپرولو سره ویلي، د چین مصرفي بازار ډېر فعال شوی او د ځينو مصرفي ګراف له اټکل څخه لوړ دی.

د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د تېر کال په پای کې د اقتصاد کاري غونډه ترسره کړه او پکې ټاکل شوې چې د خلکو مصارف به وهڅول شي. د چین د سوداګرۍ وزارت ۲۰۲۴ کال د خلکو مصرف هڅوونکی کال ‍وټاکه او یو لړ اغېزناک تدبیرونه به هم ونیسي. په دې سره د چینایانو پټ مصرفي توان پر له پسې خلاص شوی او د مصرفي جوړښت سویه یې مخ په لوړېدو ده.

ډېرو بهرنیو رسنیو په جلا جلا توګه د راپورونو په خپرولو سره وویل چې د چین سیلانیانو د پسرلني اختر په موده کې ډېر مصرف کړی. د چین د کرنيز ښامار کال د پسرلني اختر په رخصتۍ کې د خلکو مصرفي توده څپه د اقتصاد هڅوونکې نښه ده.

سږ کال د چین پسرلني اختر پر لومړي ځل د ملګرو ملتونو لخوا د رخصتۍ په توګه وټاکل شو، په ګردې نړۍ کې کابو یو پر پنځمه برخه خلکو پسرلني اختر نمانځنه کړې ده. چین له ډېرو هېوادونو سره له وېزې پرته د خلکو د تګ راتګ تړونونه لاسلیک کړل او له زیاتو هېوادونو او سیمو سره هوايي پروازونه یې عادي کړي، په دې سره ګڼ شمېر چینایانو د پسرلني اختر په موده کې نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او ځايي سیلانیزو چارو ته یې ډېرې ګټې رسولې دي. د یو مسلکي سیلانیز ډګر د شمېرې له مخې، سږ کال د پسرلني اختر په رخصتۍ کې د چینایي سیلانیانو د نړۍ له څه باندې ۱۷۰۰ ښارونو څخه لیدنې کړې دي.

د سږ کال په پسرلني اختر کې د خلکو توده مصرفي څپه راپورته شوې او نړۍ ته د چین سوپر بازاري وړتیا یو ځل بيا ښکاره شوې ده. نړیوال وجهي سازمان د سږ کال د جنورۍ په پای کې د چین سږني اقتصادي زیاتوالی وړاندویه ۴،۶ سلنې ته لوړه کړې ده.

اوس د چین اقتصاد له زیاتو ننګونو سره مخ دی، خو د ښه والي عمومي لوری یې نه دی بدل شوی. سږ کال د چین اقتصاد د بیا سمسورېدو باور شته او په پر له پسې توګه به نړۍ ته حیاتي ځواک وړاندې کړي.