د اسرائيل د صدر اعظم دفتر د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې يوه اعلامیه خپره کړې او د فلسطين او اسرائيل مسئلې د حل په اړه يې نړيوال فرمايشونه رد کړي او د فلسطين دولت له يواړخيزې پېژندنې سره يې مخالفت ښودلی دی.
په دغه اعلاميه کې راغلي، د فلسطين او اسرائيل مسئله يوازې بې له کوم شرطه په مخامخ مذاکراتو حل کېدای شي.
اعلاميه وايي، حماس د تېر اکتوبر په ۷مې نېټې پر اسرائيل ناڅاپي بريد کړی او که تر دې وروسته فلسطين د يو هېواد په توګه وپېژندل شي، نو دا به د ترهګرو لپاره يوه لويه هڅونه او جايزه وي او د فلسطين او اسرائيل مسئلې د سوله ييز حل په ګټه به نه وي.