د جرمني صدر اعظم له وانګ يي سره وکتل
CMG2024/02/19 10:27:56
شريکول:

د جرمني صدر اعظم اولاف شولز پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۷مې نېټې د مونيخ امنيتي غونډې په څنډې کې د چين له خارجه وزير وانګ يي سره کتلي او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې کړې دي.

د چين خارجه وزير وانګ يي له نوموړي سره د کتنې په وخت کې ویلي، چې روان کال د چين او جرمني ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له لسمې کليزې سره برابر دی او په وينا يې، دواړه خواوې دې بريالۍ تجربې راغونډې کړي، د متقابلو ګټو همکارۍ دې ژورې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته دې ګټې ورسوي.

نوموړي ويلي، د چين څه باندې ۱.۴ميليارډه خلک، چې د عصري کېدو په لوري چټک ګامونه پورته کوي، د جرمني په شمول مختلفو هېوادونو ته به لا پراخ بازار او پرمختيايي فرصتونه برابر کړي.

وانګ يي دا هم ويلي، چې دواړه خواوې دې د خنډونو په ليرې کولو سره پر ورخلاصون او ازادې سوداګرۍ دوامدار ټينګار ولري، د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بنسټيز رول دې ولوبوي او د وړاندوينې وړ ښه فضا دې ورته برابره کړي.

د جرمني صدر اعظم اولاف شولز څرګنده کړې، چې هېواد يې غواړي له چين سره د سږني لوړ پوړي تګ راتګ لپاره ګډې تياريانې ونيسي او د لا زياتو واقعي لاسته راوړنو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي ويلي، جرمني د سوداګرۍ له پروټېکشنيزم او د اړيکو له پرېکون سره کلک مخالفت کوي او خوښي يې ښودلې، چې چين پرمختګ او سمسورتيا ومومي. اولاف شولز ويلي، جرمني به په کور دننه ميشتو بهرنيو تصديو ته ښه سوداګريزه فضا او چاپېريال برابر کړي او په خبره يې، اوسمهال نړيوال حالات د ستر بدلون او پېچيليتوب په حال کې دي او هيله يې ښودلې، چې جرمني او چين د نړۍ د سولې او ثبات لپاره مثبت رول ولوبوي.