د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير وانګ شياو هونګ د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې په ويانا کې د امريکا د کورني امنيت له وزير اليجاندرو مايورکاس سره کتلي او په دوه اړخيزو مسئلو سره غږيدلي دي.
دواړو خواوو د سان فرانسیسکو په غونډې کې د چين او امريکې د مشرانو د موافقې په پلي کولو، د نشه یي توکو په کنټرول، د قانون پلي کولو په برخه کې د ګډې همکارۍ په پراختیا او د ګډې علاقې وړ مسئلو د حل په اړه صادقانه، ژورې او رغنده خبرې کړې دي.
وانګ شياو هونګ له نوموړي سره په خبرو کې هيله ښودلې، چې دواړه خواوې د مشرانو مهمې موافقې ته غاړه کېږدي، د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکاريو پر بنسټ د ګډې بريا اصول مراعات کړي، د يو بل اصلي ګټو او مهمو اندېښنو ته درناوی ولري او د نشه يي توکو پر ضد د دواړو اړخونو د همکاريو او کولتوري تګ راتګ پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
نوموړي له امريکايي لوري غوښتي، چې د چينايي محصلينو د غیر قانوني ځورونې او پوښتنو او ګروېږنو مخه ونيسي، چينايي وګړي دې په امريکا کې له عادلانه چلند او بشپړ وقار څخه برخمن کړي او په دغه هېواد کې د چين د ډيپلوماتيکو او قونسلګريو ادارو او کارکوونکو د خونديتوب لپاره دې عملي او اغېزمن تدبيرونه ونيسي.
وانګ شياو هونګ زياته کړې، چې امريکا دې د چین په اړوندو ادارو او پرسونلو د ویزې محدودیتونه لغوه کړي او خپل هغه ناسم چلند، چې چين د نشه يي توکو عمده سرچېنه بولي، سم کړي.
(ژباړه: شکريه)