په چين کې د پسرلني اختر په موده کې ۹۹.۴۶ ميليونو کسانو په اورګاډو کې تګ راتګ کړی
CMG2024/02/19 11:07:52
شريکول:

د چين رېل پټلۍ ملي شرکت د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د فبرورۍ په ۱۷مې نېټې په دغه هېواد کې د پسرلني اختر په درشل کې د اورګاډيو په وسيله د مسافرينو شمېر ۱۶ ميليونو او۶۷ زرو تنو ته رسيدلی او په وروستيو ۴ ورځو کې د مسافرينو ورځني شمېر يې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

 د پسرلني اختر په بهیر کې(د فبرورۍ له ۱۰مې تر ۱۷مې نېټې) دغه شمېر ۹۹ میلیونو او ۴۶۰ زرو تنو ته رسېدلی دی.

د چين رېل پټلۍ شرکت د مسافر وړونکو چارو څانګې مسؤل ويلي، چې په هېواد کې د پسرلني اختر له پای ته رسېدو وروسته د زده کوونکو، کارګرانو او نورو مسافرو تګ راتګ د پام وړ زيات شوی او په اورګاډيو کې د مسافرينو تګ راتګ به په لوړه کچه دوام ولري.

اټکل کېږي، چې د فبرورۍ په ۱۸ مې نېټې به د اورګاډيو د مسافرينو شمېر ۱۵ ميلیونو او ۱۰۰ زرو ته ورسېږي او په همدې ورځ به ۱۷۰۹ اضافي اورګاډي د مسافرينو لپاره خدمت وکړي.