د سربیا ولسمشر له وانګ يي سره وکتل
CMG2024/02/19 10:51:08
شريکول:

د سربیا ولسمشر الکساندر ووچيچ د فبرورۍ په ۱۷مې نېټې د مونيخ امنيتي غونډې په څنډې کې د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي دي.

وانګ يي له الکساندر ووچيچ سره په خبرو کې ويلي، چې چین او سربیا ترمنځ پراخې همکارۍ د دواړو هېوادونو له اوږمهالو ګټو سره سمون لري او په خبره يې، هر لوی او کوچنی هېواد، چې پر خپل عادلانا دريځ ټينګار لري، بايد په نړيواله ټولنه کې ښه نوم او د مختلفو خواوو درناوی ولري.

نوموړي ويلي، چين به د ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې له سربيا څخه ټينګ ملاتړ وکړي او دا کړنه به یې نه يوازې د دواړو هېوادونو دوستي نوره هم ټينګه کړي، بلکې د بېلتون غوښتونکو کړنو پر ضد مبارزه به نوره هم ګړندۍ او د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول او نړیوال عدالت به وساتي.

وانګ يي د مونيخ امنيتي غونډې په حاشيې کې د بريتانيې له بهرنیو چارو وزیر ډاويډ کامرون، د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو له لوړپوړی استازي جوزيف بورېل او د فرانسې، ارجنټاين، کاناډا، پولنډ، منګولستان او د اوکراین له بهرنيو چارو وزيرانو سره هم کتلي دي.